IQNA

 په پاکستانیو رسندویو کې د اسلامي انقلاب د ستر لارښود د پیغام انعکاس(مقاله)

17:12 - April 11, 2026
د خبر لمبر: 3492657
ایکنا - د اسلامی انقلاب د شهید رهبر  د شهادت د څلویښتئ په مناسبت د  اسلامی انقلاب د معظم لارښود  حضرت آيت الله مجتبی حسینی خامنه اي پیغام د پاکستان په رسندویو کې پراخ انعکاس درلودلی دی.

ایکنانیوز راپور راکړی، د اسلامی امت د شهید لارښود  حضرت امام خامنه اي  دشهادت د څلویښتئ په مناسبت  داسلامی انقلاب د معظم رهبر  آیت الله سید مجتبی حسینی خامنه اي  د پیغام په خپریدا پسې  د پاکستتان مطرحو رسندویو  ددغه پیغام په مختلفو اړخونو باندې په تمرکز سره دغه هر اړخیز پیغام ته ډير انعکاس ورکړی دی ؛ داسې پیغام چې په هغه کې  جنګ ته  له نه ګروهنې سره سم، د ملی حقوقو پر ساتنې او هر ډول تیریو ته په پریکنده او چورلټ ځواب باندې ټينګار شوی دی.

د پاکستان د ایکسپریس نیوز، ډان ، جیونیوز ، آج ټی وي ، ټریبیون اکسپریس، دنیا پشمول  زیاتره  الیکټرانیکي او رسندوئي رسندویو هرې یوې رسانئ په مختلفو اړخونو سره ددغه پیغام ځيني برخې د خپلو خبرونو په سر کې راوستي.

ایکسپریس نیوز  د ؛شهیدانو د وینې د غچ ضرورت؛ پر چورلیز په تمرکز سره ليکي دي، د  ایران رهبر روښانه کړېده چې د ایران اسلامی جمهوریت  جنګ نه غواړي، خو هیڅکله به  له خپلو حقوقو شاتګ ونه کړي او د یرغلونو عاملان به بې ځوابه پرې نږدي.

 دغې رسانئ همداراز د هرمز تنګي  د مدیریّت د لوړتیا  او یوې نوي مرحلې ته ئې د واریدیدا لپاره  فیصلې ته اشاره کړې ده. په عین حال کې ، اج نیوز هم دغه خبره چې ؛ ایران جنګ نه غواړي ،خو د خپلو حقوقو په سر به ساز باز ونه کړي.؛ په تیتر ګرځولو سره  هڅه کړې ده، د؛ له اقتدار سره یوځاي زغم؛څځه یو انځور وړاندې کړي او راپور ئې ورکړی؛  تهران  له جنګه پرډډه کولو په عین ټيګار سره ئې خبرداری  ورکړی دی چې تیریګر به هیڅکله هم ونه بخښي.

دغې رساانئ همداراز د سترو قدرتونو د دوکو او ژمنو په باب د سیمې هیوادونو ته د ایران د رهبر خبرداری ورکونکي پیغام ته اشاره کړې ده. ډانیوز  هم  په یوه بل انداز سره لیکلی دي، ایران  جنګ ته  په نه ګروهنې باندې په ټينګار سره  د خپلو روا حقوقو پر ساتنې ټينګار کړی، او د خبرواترو  او دراتلونکو بدلونونو  دلارې په ټاکلو کې ئې  په واټونو کې د ولس شتون او د عمومي  افکارو رول  لا رابرسیره کړی دی.

دغې رسانئ  په دوام کې  د ګاونډیو هیوادونو له خوا د ؛مناسب ځواب؛ د ترلاسه کولو لپاره  د تهران انتظار ته اشاره کړې ده. په دې مینځو میان کې ؛اکسپریس ټریبیون  هم  په اوږده تحلیلي نظر سره  د پیغام په سټراټژيکو اړخونو  تمرکز کړی او راپور ئې ورکړی دی؛ ایران نیّت لري، دهرمز تنګي مدیریّت یوې نوي مرحلې ته وارد کړي او  په یووخت ،  به  دحملو دعاملانو د ځواب وئيلو او د جنګي ګرَمې  ترلاسه کول هم تعقیب کړي. دغې خپرونې  همداراز  دا دریځونه  له  کیدونکو خبرواترو  او ډيپلوماټيکو خوځښتونو سره په ارتباط کې  ارزولي دي.

همداراز  ډيلي جنګ  ورځپاڼې  هم د ایران په پریکنده کړچار په ټينګار سره لیکلي دي؛د ایران اسلامی جمهوریت د شهیدانو د وینې غچ اخستو او حملو ته د ځواب وئيلو ته کلک هوډ  لري او په عین حالکې ددغه هیواد رهبر په صحنې کې د ولس دشتون پر دوام او د مقاومتي جبهې په انسجام ټينګار کړی دی.

 ددغه پیغام د انعکاس ترڅنګ ځينو پاکستانیو رسندویو  د اسلامی امت د شهید قاید امام خامنه اي د شهادت د څلویښتئ په دستورو کې د ایران د ولس میلیوني شتون ته هم ډير انعکاس ورکړی دی.

دینا نیوز  هم د تهران، مشهد، اصفهان، ارومیه اوګرګان پشمول  له مختلفو ښارونو څخه د حیرانونکو انځورونو په خپرولو سره راپور ورکړی دی؛  په واټونو کې  په شتون سره  او د شهید رهبر او د اوسني رهبر د انځورونو په پورته کولو سره  په لکونو خلکو د څلویښتئ په دغو دستورو کې ولولناک ګډون کړی او دهغه او د نورو شهیدانو درنښت ئې کړی دی او یوځل ئې بیان نړئ ته ښودلې ده چې له خپلو مشرانو او شهیدانو سره څومره مینه لري او د خپلو شهیدانو غچ اخستو ته په بشپړ ډول ژمن دي.

همداراز بیزنیس رکارډر هم  په ایران کې عمومي لاریونونو او غونډوته په اشارې سره لیکلي دي، دغه دستورې  د  خلکو د مختلفو پرګنو  په میلیوني شتون سره ترسره شوي او ګډون کونکو  خپل ارواښاد رهبر ته په احترام کولو سره  د هغه دلارې اوآرمانونو پر دوام ټينګار کړی دی.

داپه داسې حال کې دي  د  ایران په ضد د امریکا او اسرائیلي وحشي رژيم دحملو له هماغو لومړنیو شپو ورځو راهسې تراوسه پورې  د  ایران زیاتره خلک د شپې مهال سړکونو ته راوځي او په عین بمباریو کې ئې دالله اکبر چغې پورته کړې  او له  جنایتکارو او وحشي ډوله تیریګرو ئې خپله کرکه اونفرت   او د خپل وطن او خاورې په دفاع کې ئې له  خپلو مشرانو او وسلوالو ځواکونو سره پیوستون او یوځای کیدا اعلان کړی  او د  اسلامی انقلاب  د ستر لارښود د وروستي پیغام  په سپارښتنو سره  دغه  ولولناک او پرتمین شتون ته هماغه راز دوام ورکوي.  

captcha